
ایکنا نیوز د «صوت العرب» له قوله راپور راکړی، دا سیالۍ تازه د قدس شریف په شمال کې د سیمې د ښوونځیو ترمینځ ترسره شوې، چې محمد او المی یاسر منصور وکولای شول پکې لومړی مقام خپل کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د صهیونیستي رژیم یرغلونه لا هم په غزې او لوېدیځې غاړې کې روان دي، او غزه د نیواکګرو د درنو توپچي بریدونو لاندې ده، همدارنګه نیواکګرو د ښار په ختیځ کې د «التفاح» سیمې ختیځې برخې په نښه کړې دي.
همدارنګه، د لوېدیځې غاړې ځايي سرچینو راپور ورکړی چې نیواکګرو ځواکونو د نابلس په جنوب کې د «عصیرة القبلیه» کلي کې د احمد یحیی صالح او ابراهیم صالح په نوم د دوو ځوانانو پر کورونو له یرغل وروسته، هغوی نیولي دي.
له بلې خوا، سره له دې چې جګړه او د صهیونیستي رژیم بریدونه دوام لري، د غزې خلک لا هم د قرآن د حفظ او ختم په حلقو کې فعاله ونډه اخلي.
د صهیونیستي رژیم له لوري پر غزې تړانګه د بریدونو له پیل وړاندې، شاوخوا ۵۵ زره ښځې او سړي د قرآن کریم حافظان په غزې کې اوسېدل؛ خو د دغو بریدونو په ترڅ کې د قرآن کریم ډېری حافظان شهیدان شوي دي.
https://iqna.ir/fa/news/4333005